تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د چيني شرکت له استازو سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۱۵:۵۴
ُTVETA_Afg

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د چيني شرکت له استازو سره چې د دغه ادارې ودانۍ یې جوړه کړي ده، وکتل او خبرې اترې يې وکړې.

د دغه شرکت استازو وویل چې دوی د یادې پروژې پاتې کارونو د بشپړولو لپاره افغانستان ته راغلي دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د چيني شرکت استازو ته ښه راغلاست ووايه او د چين له مرستو يې مننه وکړه.

 ښاغلي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ودانۍ د پاتي کارونو د بشپړولو لپاره د چیني شرکت له اقدام څخه هم خوښي وښوده او ویې ویل چې د ساتنې او څارنې په برخه کې باید د اړتیا ده چې د هوکړه لیک له مخې کارونه ترسره شي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د دغه ادارې لپاره جوړه شوې ودانۍ ښه توصیف کړه.

 په دغه کتنه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل وويل، چې هوکړه لیک ته په پام سره د دغه ادارې ودانۍ پروژې په برخه کې پاتې اقدامات روښانه دي.

در این دیدار توافق شد تا هماهنگی و گفت‌وگو برای انجام کارهای تخنیکی ادامه داشته باشد.

 د چیني شرکت استازو ډاډ ورکړ چې د هوکړه لیک پر بنسټ به ټول اړین اقدامات ترسره کړي.

په دغه کتنه کې هوکړه وشوه چې د تخنیکي کارونو د ترسره کولو لپاره همغږي او خبرې اترې ادامه ولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS