تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ستراتیژۍ مسودې دريمه مشورتي غونډه جوړه شوه

haroon
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۲ - ۱۳:۱۰
stg

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ستراتيژۍ مسودې دریمه مشورتي غونډه نن چهارشنبه د پلان او ارزونې ریاست سرپرست ښاغلي جلال الدین عطایي په مشرۍ، چې د مقام دفتر ريیس ښاغلي محمد فهیم شریفي او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې ولایتي آمرینو هم پکې ګډون درلود، ددې ادارې په کنفراس خونه کې جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ستراتيژۍ په اړه د مشورې اغیزمنتوب، له ولایتي ادارو څخه نظر غوښتنه او د ولایتي آمرینو څخه د نظریاتو او وړانديزونو په راټولولو بحث، او خپل نظریات تبادله کړل.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ستراتيژۍ مسودې مشورتي غونډه پداسې حال کې جوړېږي، چې څه موده مخکې هم ولايتي آمرین او له مرکز څخه د انسټيټوټونو او ښوونځيو ښوونکي او مدیران د مشورې ورکولو په موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مقر ته رابلل شوي و، چې پدې اړه ورته د پلان او ارزونې ریاست لخوا د یوې ورځې لپاره پریزنتیشن ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱ - ۱۰:۳۱
Background image

بدخشان ولایت ته د تخنیکی او مسلکی زده کړو اداری مشری ندیمه سحر رسمی سفر

میرمن ندیمه سحر او ورسره پلاوی بدخشان ولایت ته رسمی سفر وکړ او د تخنیکی او مسلکی زده کړو له انسټیټونو او ښوونځیو څخه یی لیدنه وکړه.

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۹:۷
Background image

په یو واحد میکانیزم کې دتخنیکی مسلکي او حرفوی روزنې مدیریت، علمی اعتبار او په هیواد کې د ملي لګښتونو سپما کولو باندې د هغې اغیزې!

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری او د 20 څخه د ډیرو انجوګانو، مؤسسو او فعالې پروژې استازی چې غیر رسمی زده کړی دریس او ماتړ کوی تر منځ د همغږۍ لومړۍ ناسته چې په مرکزي اداره کې جوړه شوې وه. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۹:۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پراختیایی اهدافو ترلاسه کولو لپاره یو بل لوی ګام واخیستل شو

بغلان ولایت کې د جلا مراسمو په ترڅ کې، په ده صلاح ولسوالۍ کې کثیرالرشتوی لېسه او خوست ولسوالۍ کې کثیرالرشتوی انسټیټوټ پرانستل شول!

BACK TO NEWS