تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د تحقیق رياست له مديرانو او مسلکي غړو سره خبرې اترې وکړې

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۰ - ۱۲:۲۸
احساس

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعيد احساس د څیړنې او کیفیت تضمین ریاست له مديرانو او مسلکي غړو سره وکتل.

 په دې ناسته کې د تحقیق ریاست کارکوونکو د خپلو فعالیتونو راپور وړاندې کړ او د راتلونکو پلانونو په اړه یې خبرې وکړې.

 د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د تحقیق رياست مسوولينو او غړو ته په خطاب کې وويل : دنده امانت دى او

 «مونږ باید دغه امانت ته متوجه شو».

ښاغلي احساس د یاد ریاست له کارکوونکو وغوښتل، چې خپل مسوولیتونه په ښه توګه سرته ورسوي.

هغه زیاته کړه چې پرمختللي هېوادونه د خپلو ځوانانو په هڅو بډایه شوي دي. د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال وويل، افغانستان د طبيعي زېرمو له پلوه بډاى دى او «ځوانان بايد د هېواد د پرمختګ لپاره جدي کار وکړي».

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۲۰
Background image

له مؤسسو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لومړیتوبونه شریک شول

له تمویل‌کوونکو او همکارو مؤسسو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اړتیاوو او لومړیتوبونو شریکولو غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو ریاست،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۱۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه د بورډ غړو او اړوندو مسؤلینو په ګډون، د مهمو اکاډمیکو او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې په موخه ترسره شوه. په دې غونډه کې د استاد ـ شاګرد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

د تخنیکي زده‌کړو په مرکزونو کې د فکري تنویر ادارې له لوري اصلاحي پروګرامونه دوام لري

د اصلاحی او روزنیزو پروګرامونو په دوام، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او کارکوونکو لپاره. . .

BACK TO NEWS