د افغانستان د تخنیکی او مسلکي زده کړو خپلواکې ادارې مخینې په اړه لنډ معلومات
په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو پیل په ۱۳۰۲ هجري لمریز کال کې د امان الله خان د واکمنۍ له دورې څخه وشو.
په لومړیو کې د تخنیکي او مسلکي ښوونځیو رهبري د پوهنې وزارت د منځنیو زده کړو د ریاست له خوا پر مخ وړل کېده او دغه بهیر تر ۱۳۲۶ هجري لمریز کال پورې دوام وکړ، او په همدې کال کې د کار د پراخوالي له امله د پوهنې وزارت په چوکاټ کې مسلکي مدیریت رامنځته شو او ټول تخنیکي او مسلکي ښوونځي د دغه مدیریت تر اغیز لاندې راغلل.
له هغه وروسته د تخنيکي او مسلکي ښوونځيو د اړتياوو پر بنسټ د کرنې، تخنیک، مديريت او صنايعو څانګې يو په بل پسې په مرکز او ولايتونو کې جوړې شوې او په ١٣٣٠ هجرې لمريز کال کې له مسلکي مديريت څخه د مسلکي زده کړو ریاست ته ارتقاء ورکړل شوه.
دغه ریاست تر ۱۳۵۶ هجرې لمریز کال پورې د پوهنې وزارت تر چتر لاندې خپل فعالیت ته دوام ورکړ او په ۱۳۵۷ هجرې لمریز کال کې د پوهنې له وزارت څخه جلا او د تشکیل او بودجې سره د وزارت په جوړښت کې د دویم واحد په توګه وټاکل شو. د دغه ریاست په انتقال سره د لوړو زده کړو وزارت نوم د لوړو زده کړو او مسلکي زده کړو په وزارت سره بدل شو.
په ۱۳۶۱ هجرې لمریز کال کې په هېواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ښوونځیو له پراختیا سره دغه ښوونیز نهاد د لوړو او مسلکي زده کړو وزارت په جوړښت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ریاست تر نامه لاندې ایجاد شو چې وروسته په ۱۳۶۷ هجرې لمریز کال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست، د لوړو او مسلکي زده کړو وزارت څخه جلا او د تخنیکي او حرفوي زده کړو وزارت ته یې ارتقا وکړه.
په ۱۳۶۸ هجرې لمریز کال کې دغه نهاد یو ځل بیا د تخنیکي او مسلکي زده کړو معینیت تر نامه لاندې د لوړو زده کړو وزارت ته ولیږدول شو او په ۱۳۷۱ هجرې لمریز کال کې د دغه نهاد نوم تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست بدل شو.
په ۱۳۷۴ هجرې لمریز کال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ریاست، د لوړو زده کړو وزارت څخه جلا او د پوهنې وزارت ته وسپارل شو. په ۱۳۸۷ هجرې لمریز کال کې دغه ریاست ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو معینیت په بڼه ارتقاء ورکړل شوه.
په ۱۳۹۷ هجرې لمریز کال کې د (۱۳۹۷/۱۲/۱) نيټه (۱۱) ګڼه فرمان پر بنسټ د تخنیکي او مسلکي زده کړو معینیت له پوهنې وزارت څخه جلا او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په توګه را څرګنده شوه چې لا تر اوسه د یوه خپلواک بودجوي واحد په توګه خپل فعالیتونه تر سره کوي.