د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، تخار ولایت ته سفر وکړ.
نوموړي د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د مرکزونو له محصلینو، استادانو او کارکوونکو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په دغو لیدنو کې وویل، تخنیکي او مسلکي زدهکړې د ځوانانو د روښانه راتلونکي او د هېواد د پرمختګ لپاره ځانګړی ارزښت لري او محصلین یې د مسلکي او تخنیکي مهارتونو زدهکړې ته وهڅول.
نوموړي همدارنګه د ولایتي مسئولینو له لوري پر شفافیت، عدالت او خلکو ته پر صادقانه خدمت ټینګار وکړ.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رئیس د تخنیکي او مسلکي زدهکړو پراختیا او عصري کول د ټولنې له اساسي اړتیاوو څخه وبلل او ډاډ یې ورکړ چې د دغو زدهکړو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره به خپلې هڅې نه سپموي.
