د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي لېسه کې د بریښنایي وسایلو ترمیم

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو د عیب موندنې او ترمیم څرنګوالی لکه د «کاليو مینځلو ماشین» په عملي ډول ور وښودل شو.

د برېښنا څانګې استاد د کاليو مینځلو ماشین د بېلابېلو برخو او اجزاوو په اړه زده‌کوونکو ته لازم معلومات وړاندې کړل او د هغوی پوښتنو ته یې هم ځوابونه ورکړل.

عملي زده‌کړې له زده‌کوونکو سره مرسته کوي چې له فراغت وروسته په بازار کې د کار څښتنان شي. له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مشرتابه تل د دې ډول زده‌کړو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤولانو د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت رئیس، مفتي سید احسان‌الله قاسمي، په یوه ناسته کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له عمومي رئیس، محترم احمد جان پوپل، سره وکتل او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه. په. . .

BACK TO NEWS