د لغمان تخنیکي لیسې زدهکوونکو لخوا د نقلیه وسایطو ترمیم
د لغمان ولایت مرکز تخنیکي لیسې زدهکوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د موټر «اشترنګ» په اړه عملي زدهکړه ترلاسه کړه.
د اړوندې څانګې استاد زدهکوونکو ته د برقي او هایدرولیکي اشترنګونو د عارضه موندنې او ترمیم څرنګوالی تشریح کړ او د زدهکوونکو پوښتنو ته یې عملي ځوابونه وړاندې کړل.
د دې درسي پروګرام ګډونوال وایي چې عملي زدهکړې دوی د کار بازار ته داخلېدو لپاره لا چمتو کوي او ټینګار کوي چې دا ډول عملي روزنې باید نورې هم پیاوړې شي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په مرکزونو کې د زدهکړو لویه برخه عملي ده، له همدې امله د دغو مرکزونو فارغان تر فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبېږي.
