د لغمان ولایت د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اقتصاد ریاست ترمنځ مشورتي ناسته ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۲۱

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر مفتي ذبیح الله حقاني د لغمان ولایت د اقتصاد رئیس مولوي عطاء الرحمن فاتح سره وکتل.

مفتي ذبیح الله حقاني په پیل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې په اوسني وخت کې حرفوي او مسلکي زده‌کړې د بې‌کارۍ د کمولو، د ځوانانو د ظرفیت لوړولو او د ټولنې د اقتصادي ودې لپاره مهم رول لري.

نوموړي زیاته کړه، چې اړینه ده د اقتصاد ریاست او اړوندو موسسو ترمنځ لا زیاتې همغږۍ رامنځته شي، څو د اړتیا پر بنسټ روزنیز پروګرامونه طرحه او عملي شي.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ، چې د بازار غوښتنو ته په کتو باید ځوانانو ته داسې مسلکي مهارتونه ورکړل شي، چې له فراغت وروسته وکولای شي په خپله ځان بسیاینې ته ورسېږي او یا هم د کار زمینه ورته برابره شي.

ورپسې د اقتصاد رئیس مولوي عطاء الرحمن فاتح د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د سکتور هڅې وستایلې او ویې ویل، چې د مهارت پر بنسټ زده‌کړې د اقتصادي پیاوړتیا بنسټ جوړوي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د اقتصاد ریاست به د موسسو سره د همغږۍ له لارې د مسلکي زده‌کړو پروژو د جلب او ملاتړ لپاره لازمې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۵۹
Background image

د ادارې او حسابدارۍ په انسټیټوټ کې «د کاري مسیر ټاکنه» په اړه سیمینار ترسره شو

د کابل د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ د کارموندنې او مسلکي مشورې مرکز او د «نگرش سبز» مؤسسې په همکارۍ، «د کاري مسیر ټاکنه» تر عنوان لاندې ښوونیز او مشورتي سیمینار ترسره کړ. په دې پروګرام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۳:۳۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د رسول الله ﷺ د سیرت ستره سیالي ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست، د تنویر فکري او فرهنګي ادارې په همکارۍ، د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د څه باندې دوه زره زده‌کوونکو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۸
Background image

د پکتیا د ځانګړو زده‌کړو لېسې سره درې زره امریکایي ډالر مرسته وشوه

د بشري مرستو د همغږۍ مؤسسې (CHA)، د اورېدلو او لیدلو معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ په موخه د پکتیا ولایت د ځانګړو زده‌کړو لېسې سره د درې زره امریکایي ډالرو بشري مرسته وکړه. یاده اندازه. . .

BACK TO NEWS