په بغلان ولایت کې د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه د سلګونو مجاهدینو فراغت

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۴:۱۷

په بغلان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه د ۴۰۰ زیاتو مجاهدینو فراغت مراسم ترسره شول.

په یادو مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس الحاج مولوي غلام حیدر شهامت هم ونډه درلوده او ګډونوالو ته یې خپله وینا وکړه.

ښاغلي مولوي شهامت د خپلې وینا پر مهال وویل چې "د اشغال پر وړاندې د جهاد پر مهال مې یو له هیلو دا وه چې مجاهدینو ته د زده‌کړو زمینه برابره شي، او اوس چې دغه هیله په حقیقت بدلېږي واقعاً ډېر د خوښۍ احساس لرم."

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې محترم رئیس دا هم وویل چې د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه د زرګونو مجاهدینو فراغت د افغانستان.ا.ا له لویو لاسته‌راوړنو څخه دی.

او زیاته یې کړه چې د افغانستان.ا.ا رهبرۍ لخوا هم د دغه پروګرام هرکلی شوی دی.

محترم مولوي شهامت څرګنده کړه چې مخلص او ژمن مجاهدین د اسلامي نظام د بقا لامل دي. او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لخوا د مجاهدینو د روزنې پروګرام د همدې موخې ترلاسه کولو لپاره طراحي او پلي شوی دی.

په ورته وخت کې، محترم مولوي صاحب شهامت د مجاهدینو د کچې د ثبات په برخه کې د پوهنې وزارت او همدارنګه د لوړو زده‌کړو وزارت د همکارۍ څخه مننه او قدردانی وکړ چې دوی ته یې د زده‌کړې د دوام فرصت برابر کړی.

دا مراسم په داسې حال کې ترسره کیږي چې زرګونه کسان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام څخه فارغ شوي او اوس مهال په بیلابیلو سکتورونو کې په خدمت بوخت دي.

له دې مخکې هم، د هیواد مختلف ولایتونه، په شمول د خوست، ننګرهار، پکتیا، بلخ او همداسې نور ولایتونه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام څخه د مجاهدینو د فراغت مراسمو شاهدان وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او «FBL USA» بنسټ ترمنځ د ګډو همکاریو د فرصتونو په اړه خبرې وشوې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «FBL USA» بنسټ له رئیس، محترم جلال سلطان، سره وکتل او خبرې یې وکړې. د یادونې وړ ده چې «FBL. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ ته لسګونه علمي کتابونه ډالۍ شول

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کتابتون د بډاینې په موخه، محترم مدیر فهیم حبیبي لسګونه بېلابېل علمي کتابونه دې انسټیټوټ ته ډالۍ کړل. دغه کتابونه د طب، انجنیري، برېښنا،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او وردګو پوهنتون ترمنځ علمي همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او د دغه ولایت د وردګو پوهنتون ترمنځ د علمي همکاریو د پراختیا په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو. دغه هوکړه‌لیک د وردګو پوهنتون د علمي او محصلانو. . .

BACK TO NEWS