د پروان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د محصلینو لخوا د ظرفیت لوړولو سیمینار ترسره شو
د پروان ولایت په مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین خبر ورکوي چې د دې ښوونیز مرکز د محصلینو د پوهاوي کچې د لوړولو لپاره یې د ظرفیت لوړولو یو ورځنی سیمینار ترسره کړی دی.
دا سیمینار چې د پروان مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د محصلینو ترمنځ ترسره شو، په دې ښوونیز پروګرام کې زده کونکو د (عزت نفس و اعتماد به نفس د توپیرونو ) په اړه بیلابیل پریزنټیشنونه وړاندې کړل.
د مسؤلینو په وینا، د محصلینو ترمنځ ددې سیمینار د ترسره کیدو موخه د هغوی د پوهې کچې لوړول او د فردي شخصیتونو وده ویل شوې ده.
