د انرژۍ او اوبو انسټیټوټ زده کونکو ته د اصلاحي او فکري روښانتیا « تنویر» پروګرام ترسره شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۳:۱۹
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د انرژۍ او اوبو انسټیټوټ د زده کونکو د فکري او فرهنګي روښانتیا « تنویر» لپاره اصلاحي او ښوونیز پروګرام ترسره کړ.

په دې پروګرام کې یو شمیر مقاماتو لکه د ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا هاشمي ګډون درلود او ویناوې یې هم وکړې.

ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا په یاد ښوونیز پروګرام کې د وینا پر مهال وویل چې مومنان باید له الهي اوامرو څخه په بشپړه توګه اطاعت وکړي او د اسلام مبارک دین د احکامو څخه هم پیروي وکړي..

د ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس څرګنده کړه چې ځوانان باید د سختیو او مصیبتونو پر محال له صبر و زغم څخه کار واخلي. نوموړي دا هم زیاته کړه چې ځوانان دې ته اړ دي ترڅو د هیواد د پرمختګ او ترقۍ په برخه کې ډیر زیار و کوښښ وکړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست د مسؤلینو په وینا، دا پروګرام به د سه‌شنبه او چهارشنبې پر ورځو هم په انرژۍ او اوبو انسټیټوټ کې دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

BACK TO NEWS