د لوگر تخنیکی لیسې د زده کونکو له لوري د عملي روزنو د زده کړې لړۍ!

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۵:۲
TVETA

د لوګر ولایت اړوند تخنیکي لیسې د لسم ټولګي زده کونکو ته د یاد ښوونیز مرکز په ورکشاپ کې د برښنایي درونو په اړه د یوې درسي جلسې په ترڅ کې روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد زده کونکو ته د مثلث او ستاره ډول اتصالونو په ګډون د بیلابیلو موضوعاتو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.

په ورته وخت کې، زده کونکو په دې برخه کې خپلې پوښتنې او سوالونه له استاد سره شریکې کړې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده. له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي او یا د شغل رامینځته کولو وړتیا مومي.

په همدې منظور سره، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو په پیاوړتیا ټینګار کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS