د تخار ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۲:۲۵
TVETA

د تخار ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د رسمي او حق الزحمه استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو.

په دې پروګرام کې ۱۱ تنو رسمي او حق الزحمه استادانو ګډون کړی، جې نوموړو ته به د ۲ ورځو په ترڅ کې د تدریس د اصولو او د صنف دمدیریت کولو په اړه روزنه ورکړل شي.

د تخار د تخنيکي آمریت د مسوولينو په وينا، د دغه ښوونيز سيمينار له ترسره کولو څخه يې موخه د یاد ولایت په تخنیکي مرکزونو کې د استادانو د ظرفيتونو لوړول دي.

دا په داسې حال کې ده چې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري، د کار بازار اړتیاوو او نوي تعلیمي معیارونو ته په ټینګار سره، هڅه کوي چې د دې پروګرامونو له لارې د زده کړې کیفیت ښه کولو او د کار بازار لپاره د زده کونکو د ښه چمتو کولو لپاره زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

د لغمان ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د مدیریت بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ مدیریت څانګې زده‌کوونکو د مدیریت اصولو او بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. زده‌کوونکي د یو علمي سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت مستوفیت ته. . .

BACK TO NEWS