د زراعت او خوراکي توکو د پروسس انسټيټوټ له لوري دوه علمي–عملي پروګرامونه په بریالي توګه ترسره شول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۴:۲۳

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اړوند د زراعت او خوراکي توکو د پروسس انسټيټوټ، دوه اړین او ارزښتناک علمي–عملي پروګرامونه د لارښود استاد تر مستقیم نظارت لاندې او د محصلینو په فعاله ګډون سره ترسره کړل.

لومړی پروګرام د انستیتوت په فارم کې د بادرنګو کرل او د پالنې څرنګوالی و، چې محصلینو ته پکې د تخصصي لارښوونو له مخې، د ځمکې چمتووالی، تخم شیندنه او د بادرنګو د لومړنیو پاملرنو پروسه په عملي بڼه وښودل شوه.

په دویم پروګرام کې، محصلینو د خوراکي توکو د پروسس په مجهزه خونه کې، د  مربوطه استاد تر نظارت لاندې د چپسو د تولید بهیر له پیل څخه تر پایه په عملي ډول اجرا کړ. د دې فعالیت موخه د محصلینو د تخنیکي پوهې لوړول او د زراعتي محصولاتو د اقتصادي ارزښت درک کول ویل شوي دي.

د یادونې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې حرفوي زده‌کړې عملي کړي او د کار بازار لپاره چمتو، متخصص او ماهر کاري ځواک وروزي. دا ډول فعالیتونه ددې ادارې په اړونده مرکزونو کې د یادې کړنې د تطبیق یوه روښانه بیلګه ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۰:۲۲
Background image

په قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د نباتي درملو جوړولو او کارولو عملي زده‌کړه ترسره شوه

د لغمان ولایت قرغیو ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ یو تن ښوونکي د نباتي افتونو مخنیوي لپاره نباتي درمل جوړ کړل او د هغو کارولو څرنګوالی یې زده‌کوونکو ته تشریح کړ. نوموړي همدارنګه زده. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي لېسه کې د بریښنایي وسایلو ترمیم

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو د عیب موندنې او ترمیم څرنګوالی لکه د «کاليو مینځلو ماشین» په عملي ډول ور وښودل شو. د برېښنا څانګې استاد د کاليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین دوام لري

د نیالګیو کېنولو کمپاین چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د ولایتي تخنیکي آمریتونو په همکارۍ پیل شوی و، لا هم دوام لري. په همدې لړ کې د پکتیا ولایت د تخنیکي او. . .

BACK TO NEWS