د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د "۱۴۰۴ هجري لمریز" تعلیمي کال پیل شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۴:۱۳

تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د "۱۴۰۴ هجري لمریز" تعلیمي کال د پیل کېدو په مناسبت مراسم ترسره کړل.

په دې مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ سربیره، یو شمیر حکومتي مقاماتو هم برخه اخیستې وه.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د ۱۴۰۴ ل.ل نوي تعلیمي او تحصیلي کال په پرانیست غونډه کې وویل چې افغانستان، غوره والي او پرمختګ ته د رسېدو لپاره مسلکي او ماهر کسانو ته اړتیا لري. چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په دې برخه کې یو مهم او بنسټیز رول لوبوي.

نوموړي دغه راز ټینګار وکړ چې علم او مهارت د یوې ټولنې د خپلواکۍ دوه وزرونه دي، او هیڅ ټولنه د علم، پوهې او مهارت پرته غوره والی او پرمختګ نشي ترلاسه کولی.

مولوي شهامت دا هم زیاته کړه چې؛ تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د ټولنې په اقتصادي وده او ځان بسیاینې کې ارزښتناکه رول لوبوي، له همدې امله، موږ د خپل هیواد د ځان بسیاینې او پرمختګ لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو لپاره ډیر ملاتړ ته اړتیا لرو.

ښاغلي شهامت د نوي تعلیمي کال په افتتاحیه مراسمو کې د خپلې وینا پر مهال وویل چې دغه اداره په بېلابېلو تخنیکي برخو کې ډېرې لاسته راوړنې لري او د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدینو د روزنیز پروګرام پیل یې د یوې لویې لاسته راوړنې په توګه یاد کړ.

د انرژۍ او اوبو وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم هم په دې مراسمو کې، د اقتصادي ځان بسیاینې او د بې کارۍ کمولو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اهمیت او ارزښت ته په اشارې سره څرګنده کړه چې په هیواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه باید لا زیات ملاتړ وشي.

په همدې حال کې، د ښارجوړونې وزارت سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوي تعلیمي کال په پرانیست غونډه کې وویل چې؛ اوس په هیواد کې پوځي جهاد پای ته رسیدلی، او د بیارغونې او ترقۍ جهاد وخت دی، او ځوانان باید پدې برخه کې سخت کار وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، ښاغلي  ضیاء الرحمن اریوبي هم په دې مراسمو کې خبرې وکړې او د تخنیکي او مسلکي زده کړو رول یې د ټولنې په اقتصادي وده او ځان بسیاینې کې حیاتي وباله.

د مراسمو په پای کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس د یادې  د تعلیمي او تحصیلي پروګرامونو په اړه څرګندونې وکړې، او مراسم د دعایې سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۲۰
Background image

له مؤسسو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لومړیتوبونه شریک شول

له تمویل‌کوونکو او همکارو مؤسسو سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اړتیاوو او لومړیتوبونو شریکولو غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو ریاست،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۱۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه د بورډ غړو او اړوندو مسؤلینو په ګډون، د مهمو اکاډمیکو او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې په موخه ترسره شوه. په دې غونډه کې د استاد ـ شاګرد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

د تخنیکي زده‌کړو په مرکزونو کې د فکري تنویر ادارې له لوري اصلاحي پروګرامونه دوام لري

د اصلاحی او روزنیزو پروګرامونو په دوام، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او کارکوونکو لپاره. . .

BACK TO NEWS