تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې د ۸۰۰ زره امریکایي ډالرو پانګونه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۴:۱۴
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حيدر شهامت په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ناروې کميټې له رئیس "تاريا واتر دال" سره وکتل.

په دې کتنه کې د ناروې کمېټې د تخنيکي او مسلکي زده کړو برخې مسوول طارق دانشیار هم حضور درلود.

د ناروې کميټې رئيس په دې کتنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د لاسليک شوي تفاهم ليک د موادو د تطبيق پر څرنګوالي توضیحات وړاندې کړل.

ښاغلي "واتر دال" څرګنده کړه چې دغې کمېټې تر دم ګړۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره په بېلابېلو برخو کې لکه د ښوونکو د ظرفیت لوړولو، روزنیز نصاب، د کاري وسایلو او تجهیزاتو وېش، ځانګړو زده کړو او د ټولګیو د تجهیز په برخه کې همکاري کړې ده.

دغه راز د ناروې کميټې رئيس زياته کړه چې دغه بنسټ د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د همکارۍ ټول لګښت اته ۸۰۰ سوه زره امريکايي ډالرو ته رسيږي.

د دې تر څنګ، د ناروې کمېټې مسوولینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو له سرپرست څخه وغوښتل چې د سمپوزیم په تر سره کولو کې دې له دې کمیټې سره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې مولوي غلام حیدر شهامت له "تاریا واتر دال" سره په خپلو خبرو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د تفاهم لیک موادو د پلي کېدو په برخه کې د ناروې کمېټې له همکارۍ مننه وکړه.

ښاغلي مولوي شهامت همدارنګه د ناروې کمیټې او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ د ګډ سمپوزیم د جوړولو په برخه کې د یادې کميتې له غوښتنې هرکلی وکړ.

دواړو لورو توافق وکړ چې د سمپوزیم د ترسره کیدو به برخه کې باید د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د ناروې کمیټې څخه یوه ګډه کاري کمیټه جوړه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS