د بلخ د نفتو او ګازو انسټیټوټ محصلینو ته د برقي وسایلو په اړه عملی روزنه ورکړل شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۱۵:۵۴
TVETA

د بلخ ولایت د نفتو او ګازو انسټيټوټ د برق څانګې محصلینو ته د برقي وسایلو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې، نوموړو ته د بریښنایی وسایلو او همدارنګه د برق اندازه کولو وسایلو د اصول او کارولو په اړه هم په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي، تر څو د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې عملي زده کړې لا پياوړې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۲۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د اوسپنې ویلې کولو فابریکو اتحادیې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست او د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو فابریکو د اتحادیې مسؤلینو په یوه ناسته کې سره ولیدل او نظرونه شریک کړل. د دې ناستې موخه د دواړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

BACK TO NEWS