د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې اکاډمیک بورد غونډه جوړه شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۶:۶
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د اکاډمیک بورد غونډه د یادې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال محترم مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ جوړه شوه.

د دې غونډې په پيل کې د اکاډمیک بورد د تیرې غونډې پرېکړې وڅېړل شوې او اړوندو څانګو د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کړل.

د یادې غونډې په دوام کې د غونډې برخه والو د تعلیمي نصاب د پراختيا د لایحې د تعيين او همدارنګه له اداراتو سره د تفاهم ليکونو د لاسليک په باب خبرې وکړې او په دې برخه کې لازم تصميمونه ونيول شول.

د علمي بورډ په نننۍ غونډه کې پر نورو اړوندو موضوعاتو هم خبرې وشوې او غونډه په دعایې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۷:۱۸
Background image

په پکتیا ولایت کې د یاد ولایت د تخنیکي زده کړو آمریت له لوري د کمپیوټر ترمیم روزنیز پروګرام پیل شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلين وايي چې نوموړو د یاد ولایت څمکنۍ ولسوالۍ په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د کمپیوټر ترمیم روزنیز پروګرام پیل کړی دی. دا پروګرام به درې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۳:۲۲
Background image

د مالي او اداري مرستیال د کونړ ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستیال، ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل، کونړ ولایت ته سفر وکړ.   په دې سفر کې د بېلابېلو برخو هیأت د مالي او اداري مرستیال ملتیا کوي. ټاکل شوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۴:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي بادغیس ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال، ښاغلي مولوي غلام سعید احساس د خپل سفر په ترڅ کې بادغیس ولایت ته لاړ. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال سره د. . .

BACK TO NEWS