د چک کثیرالرشتوي انسټيټوټ لخوا مجاهدينو ته د معیاري روزنو په موخه کمپيوټرلب جوړ شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۱:۳۳
TVETA

د میدان وردګ ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلین د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې د مجاهدینو لپاره د کمپیوټرلب د جوړولو خبر ورکوي.

د چک کثيرالرشتوي انسټيټوټ آمر ښاغلی مجيب الرحمن جواد وايي، چې نوموړو د میدان وردګو تخنيکي او مسلکي آمریت په همکارۍ په دې ولسوالۍ کې د مجاهدينو د روزنې په موخه يو مجهز کمپيوټرلب جوړ کړی دی.

په همدې حال کې مجاهدین او د چک ولسوالۍ سیمه ییزو چارواکو د میدان وردګو ولایت تخنیکي او مسلکي آمریت د دې کار څخه ستاینه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په ټول هېواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام دوام لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۴:۱۵
Background image

د لغمان ولایت مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لېسې زده کوونکو ته د «برق ولتاژ» په اړه په عملي پنه روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي ليسې د برښنا څانګې، دولسم ټولګي زده کوونکو ته د یاد ولایت مهترلام ښار مرکزي سب ستیشن ته د یوه علمي سفر په ترڅ کې د« برق ولتاژ» په اړه په عملي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۱۰:۲۴
Background image

د لغمان ولایت د مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لېسې د زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر

د لغمان ولایت د مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لېسې د برق څانګې، دولسم ټولګي زده کونکو د یاد ولایت بریښنا ریاست ته د یوه علمي سفر په ترڅ کې د « برقي سروې» په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د ننګرهار د تخنیکي زده کړو مرکزونو زده کوونکو د عملي زده کړو لړۍ د یاد ولایت په اقتصاد ریاست کې پیل شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو څخه د ادارې او سوداګرۍ، ادارې او مدیریت او بانکدارۍ څانګې زده کونکي د عملي زده کړو ترلاسه کولو لپاره ددې ولایت، اقتصاد ریاست ته معرفي. . .

BACK TO NEWS