په بلخ ولایت کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت د روزنې بهیر دوام لري

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۹:۲۲
TVETA

د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلیین د دغه ولایت د چمتال ولسوالۍ په کثیرالرشتوي لېسه کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت د روزنیز پروګرام د پیل خبر ورکوي.

د دغه پروګرام په افتتاحیه مراسمو کې سیمه ییزو چارواکو او مشرانو هم حضور درلود.

په دې خپرونه کې ويناوالو د مجاهدينو لپاره د زده کړو د زمينې په برابرولو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې هلې ځلې وستايلې او زياته يې کړه چې له دې فرصت څخه بايد ډېره ګټه پورته شي.

د هغې طرحې پر بنسټ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا چمتو شوې او د ریاست الوزرا د مقام لخوا منظور شوې ده؛ د هیواد په هر ګوټ کې مجاهدین کولای شي د تعلیمي سویې له تثبیت وروسته د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې شامل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د پنځه لنډ مهاله حرفوي څانګو ښوونیز نصاب تدوین شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ښوونیز نصاب ریاست د «کابل عزیز» ښوونیز مرکز سره په همکارۍ، د ۵ لند مهاله حرفوي څانګو ښوونیز نصاب تدوین کړ. په یادو څانګو کې روبوټیک او آرډوینو، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۲۹
Background image

د کاپیسا ولایت نجراب کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو ته د شاتو مچیو د پالنې په اړه روزنه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت نجراب کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته دتخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي روزنو په چهارچوب کې د شاتو مچیو د پالنې په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۲۶
Background image

د فراه ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ زده کوونکو د اسټبلایزر په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه

د فراه ولايت مرکز تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ د دولسم ټولګي زده کوونکو د ياد ښوونیز مرکز د عملي زده کړو په ورکشاپ کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د اسټبلایزر په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه. . .

BACK TO NEWS