د مجاهدینو د روزنې په اړه د ولایتونو له تخنیکي آمرینو سره آنلاین ناسته جوړه شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۲:۳۱
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې آنلاين غونډه د یادې ادارې د متعلمینو او محصلانو چارو رئيس ښاغلي مفتي سيد احسان الله قاسمي په مشرۍ د ولايتونو له تخنيکي آمرینو سره جوړه شوه.

په دې ناسته کې په ولایتونو کې د مجاهدینو د ادارې او مدیریت  روزنیز پروګرام پر وضعیت خبرې وشوې.

د ولایتونو تخنیکي آمرینو په دې برخه کې خپلې ستونزې او اړتیاوې شریکې کړې.

په همدې حال کې د متعلمینو او محصلانو چارو رئيس په دې غونډه کې وويل، چې د مجاهدينو د زده کړو بهير بايد  هغې  طرحې پر بنسټ پلي شي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې له خوا چمتو او د ریاست الوزرا د مقام له خوا منظور شوې ده.

دا غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې  اوس محال د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام دوام لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۹:۴۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د شمال زون رئیس معرفي شو

ښاغلی مولوي نورالله صلاح‌الدین امیني په بلخ ولایت کې د یوې غونډې په ترڅ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د شمال زون د رئیس په توګه معرفي او خپله دنده یې پیل کړه. په دې مراسمو کې چې د تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۶:۱۲
Background image

د تخنیکي زده کړو لویدیځ زون رئیس له یو شمیر خصوصي بنسټونو سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د لویدیځ زون رئیس د دوه جلا غونډو په ترڅ کې د جامې پوهنتون له رئیس او د لویدیځ زون د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له رئیس وکتل. په دې غونډو کې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۲:۳۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په یوه ښووونیز مرکز کې د عملي زده کړو لړۍ!

د تخار ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ډيتابیس څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي زده کړو په چوکاټ کې د روتر او شبکې په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. د لارښود. . .

BACK TO NEWS