د کابل په اتومیخانیکي اکاډمۍ کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۹:۳۵
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د کابل په اتومیخانیکي اکاډمۍ کې د نیالګیو کېنولو پروګرام د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د کابل والي الحاج امین الله عبید هم حضور درلود پیل شو.

ښاغلي امین الله عبید په دغه مراسمو کې په خپله وینا کې د اسلام د مبارک دین له نظره سرسبزۍ ته په اشارې سره وویل هېوادوال باید د نیالګیو په کېنولو کې برخه واخلي.

نوموړي وویل د نیالګیو کېنول په آخرت کې د اجر سبب کیږي او یوه صدقه جاریه ده.

همدارنګه، ښاغلي استاذ رفیع الله حبیبي، د کابل ولایت تخنیکي آمر وویل په پلان کې ده چې سلګونه نیالګي د کابل په اتومیخانیکي اکاډمۍ کې کېنول شي.

نوموړي په پروګرام کې د کابل ولایت د چارواکو د ګډون څخه مننه او قدرداني وکړه.

ښاغلي استاذ حبیبي زیاته کړه، نږدې دوه میاشتې کیږي چې د دفاع وزارت انجینرۍ لېوا نیالګیو ته د ځمکې په هوارولو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره همکاري کوي. نوموړي د دفاع وزارت له مشرتابه څخه هم مننه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS