د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د عبدالستار خواصي له کثیرالرشتوي انستیتوت څخه لیدنه وکړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۵:۱۰
tveta

ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال، په پروان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو څېړلو به جریان کې د دغه ولایت د شینوارو په ولسوالۍ کې د عبدالستار خواصي کثیرالرشتوي انستیتوت څخه لیدنه وکړه.

دغه پلاوي د ښوونیز مرکز ټول اسناد وڅېړل، او ښاغلي مفتي فاضل د چارو د سمون په موخه مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

مخکې هم هغوی د پروان په ولایت  کې یو شمېر نور د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه څېړلي و، په پلان کې ده چې دغه هیأت نور مرکزونه هم وڅېړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

BACK TO NEWS