د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه غونډه ترسره شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۵:۵۳
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه غونډه د مرستیالانو او ادارې د رئیسانو په شتون کې د مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ ترسره شوه.

د دغه جلسې په پیل کې د تیرې جلسې په پرېکړو خبرې وشوې، او د اړوند برخو د اجرائاتو راپور واخیستل شو.

د ننۍ ورځې جلسه د اجنډا سره سم، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د املاکو او کانتینونو په کرایه ورکولو باندې بحث وشو، او د خدمتونو او املاکو ریاست ته دنده ورکړل شوه ترڅو دغه موضوع تعقیب او نهایي کړي.

همدارنګه د حکمي او حقیقي کسانو د باقیاتو په هکله خبرې وشوې، او پرېکړه وشوه چې د باقیداریو په هکله لازمې کړنې ترسره شي.

نن ورځ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په مشرتابه جلسه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې د شنې ساحې او مېوه لرونکو او بې مېوې ونو د اېښودلو په څرنګوالي بحث وشو، او ګډون کوونکو په دې هکله خپل نظرونه شریک کړل.

له بل پلوه، په ۱۴۰۳ کال کې د عامه پوهاوي په هکله هم خبرې اترې وشوې، پرېکړه وشوه چې د شته فرصت څخه په ګټه اخیستلو سره باید له رسنیو سره همغږي وشي ترڅو د عامه پوهاوي پروګرام لا پیاوړی کړي.

د دونرانو جذبول، د کار د بازار تحلیل، د مخترعینو ملاتړ له نورو موضوع ګانو څخه و چې نن ورځ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه په غونډه کې پرې خبرې اترې وشوې. ښاغلي مولوي شهامت د چارو د ښه والي په موخه مسؤلینو ته اړینې لارښونې وکړې.

همدارنګه د دغه غونډې په پای کې د تدارکاتو آمریت د دغه آمریت د دوه وروستیو اونیو فعالیتونه له ګډون کوونکو سره شریک کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ټینګار وکړ چې د تدارکاتو کارونه باید په شفافه توګه ترسره شي.

ننی جلسه د افغانستان لپاره د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS