د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست رئیس د نیمروز له والي سره ولیدل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۹:۳۰
tveta

ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست نیمروز ولایت ته په خپل کاري سفر کې د دغه ولایت له والي شیخ محمد قاسم خالد سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

د دغه خبرو اترو اصلي موخه په نیمروز ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ستونزو هوارول عنوان شوې دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د نیمروز له والي سره په لیدنه کې د ځینې موضوع ګانو لکه د مجاهدینو د روزنې طرحه او د نیمروز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ستونزو په هکله خبرې وکړې.

ښاغلي مولوي شهامت زیاته کړه چې د مجاهدینو د زده کړو د طرحې پر بنسټ د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې زمینه برابره شوې ده.

همداراز، د نیمروز والي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د مجاهدینو روزنې د طرحې ستاینه وکړه.

دواړو لورو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په مرکزونو کې د مجاهدینو د جذب د څرنګوالي په هکله خپل نظرونه شریک کړل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

BACK TO NEWS