د پلان او ستراتیژیکي همغږۍ رئیس د اسلامي آزاد پوهنتون رئیس سره خبرې اترې وکړې

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۱۵:۴۹
ریاست پلان

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتيژيکي همغږۍ رئيس مولوي نېک محمد نېکمل په کابل کې د ايران د اسلامي آزاد پوهنتون له رئيس ډاکټر علي صادقي سره وکتل.

په دغه کتنه کې د ایران آزاد اسلامي پوهنتون د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د آزاد اسلامي پوهنتون ترمنځ د همکاریو پر محور خبرې وشوې.

د آزاد اسلامي پوهنتون پلاوي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونکو او کارکوونکو لپاره د ظرفيت لوړونې کورسونو په جوړولو او په هرات کې د یو ګډ فني نوښت مرکز په جوړولو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي نیکمل د اسلامي آزاد پوهنتون د همکاریو قدرداني وکړه او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

نوموړي وويل، د تخنيکي او مسلکي زده کړو يو شمېر مرکزونه د خپلو وسايلو او تجهیزاتو د کارولو لپاره تخنيکي همکارۍ ته اړتيا لري. د اسلامي آزاد پوهنتون رئيس د دغو تجهيزاتو د نوملړ غوښتنه وکړه او په دې برخه کې يې د همکارۍ ژمنه وکړه.

هوکړه وشوه چې د همکارۍ د تحقق لپاره به د همغږۍ په موخه ناستې دوام ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د میدان وردګو ولایت جلریز کثیرالرشتوي انسټيټوټ محصلینو ته د کارموندنې تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې شو

په میدان وردګو ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلینو د یاد ولایت جلریز کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو لپاره د «کارموندنې» ترعنوان لاندې سیمینار ترسره کړ ترڅو ددې ښوونیز مرکز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۱:۴۲
Background image

د کونړ ولایت نورګل کثیرالرشتوي لېسې زده کوونکو د وریجو د کښت په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه

د کونړ ولایت نورګل کثیرالرشتوي لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکو د ياد ښوونیز مرکز په څېړنیز فارم کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د وریجو د کښت څرنګوالي په اړه روزنه ترلاسه کړه. لارښود استاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۱:۱۵
Background image

الحاج مولوي غلام حیدر شهامت نورستان ولایت ته سفر وکړ.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس ښاغلی مولوي شهامت به په دې سفر کې د سیمه‌ییزو مسؤلینو سره د کتنې ترڅنګ د نورستان ولایت د صنایعو انسټيټوټ ودانۍ د رغونې په ګډون یو شمیر نورې ساختماني. . .

BACK TO NEWS