د تخنيکي او مسلکي معاونیت غونډه ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۱۱:۵۱
د تخنيکي او مسلکي معاونیت غونډه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو معاونیت ناسته د دغه ادارې د مرستیالانو او یو شمېر مسوولینو په حضور کې ترسره شوه.

په دغه کتنه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د لنډمهاله حرفوي کورسونو د پراختيا او پياوړتيا په هکله خبرې اترې او د نظرونو تبادله وشوه.

په دغه غونډه کې برخه والو د لنډ مهاله حرفوي کورسونو د پیاوړتیا په اړه خپل نظرونه شریک کړل.

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس د لنډ مهاله حرفوي کورسونو د پراختيا او پياوړتيا په اړه مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS