د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو معاونیت غونډه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۵ - ۱۲:۰
جلسه معاونیت مالی

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چاور معاونیت غونډه د دغه ادارې مالي او اداري چارو مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ ترسره شوه.

د دغه غونډې په پيل کې د مالي او اداري چارو معاونیت د مخکنیو غونډو پرېکړې وڅېړل شوې.

د مالي او اداري چارو مرستیال په دغه ناسته کې د موټرونو د ترمیم د ورکشاپ، د خدماتو او املاکو ریاست پر جوړښت، د ۱۴۰۲ مالي کال د بودجې د وېش او په دغه اداره د اړتیا وړ خامو موادو د چمتو کولو په اړه خبرې وشوې.

مالي او اداري چارو مرستیال اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارې په خپل وخت ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۴۷
Background image

د لومړي ځل لپاره د اوریدنې او لید معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ازموینو عمومي ادارې په همکارۍ، د لومړي ځل لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو مرکزونو د زده‌کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۳:۱۸
Background image

د بهرنیو اړیکو رئیس د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول سره لیدنه او خبرې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «داکار» مؤسسې د حرفوي پروګرامونو له مسئول، محترم مجیب‌الرحمن فایز، سره وکتل او خبرې یې وکړې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او «FBL USA» بنسټ ترمنځ د ګډو همکاریو د فرصتونو په اړه خبرې وشوې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «FBL USA» بنسټ له رئیس، محترم جلال سلطان، سره وکتل او خبرې یې وکړې. د یادونې وړ ده چې «FBL. . .

BACK TO NEWS