د کابل د اتومیخانیکی انسټیټوټ د موټر د ترمیم دری ورکشاپونه فعال او ګټې اخیستنې ته و سپارل شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۷ - ۱۱:۱۰
میخانیکی

د کابل د اتومیخانیکی انسټیټوټ د موټرو د ترمیم درې ورکشاپونه چې له 15 کلونو راهیسې غیر فعال وو، یو ځل بیا مجهز او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د یادو ورکشاپونو په بیرته فعالولو سره 180 یو لک اتیا زره افغانۍ لګښت درلود. چې له نیکمرغه د نیکو کسانو په نغدې مرسته چې په فرانسه کې د انجینر شریف له خوا 32 زره افغانۍ، د ډاکتر رمضان بشردوست له خوا 92000 افغانۍ او د کابل د اتومیخانیکي انسټیټوټ د کارکوونکو له خوا 11 زره افغانۍ دی چې ذکر شوي مقدار پیسی د دولت په بودجې کې سپما شوي.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د هېوادوالو له مرستو مننه کوي.

همدارنګه د یادونې وړ ده چې د کابل ميخانيکي انسټیټوټ پنځوس 50 کلنه مخینه لري چې له یاد مرکز څخه په زرګونو تنه د کار ماهر کسان فارغ شوي دي.

اوس مهال یاد انسټیټوټ ورکشاپونه د موټر د ډېرو پرزو د جوړولو او ترميمولو توان لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS