په هرات ولایت کې د خطاطۍ او کتابونو نندارتون جوړ شو
د علمي آثارو د نندارتون پروګرام د هرات ولايت د مقام له خوا د دغه ولايت د ليکوالو او فرهنګيانو په ګډون جوړ شو.
په دې پروګرام کې د نورو ګډونوالو ترڅنګ؛ د استاد کمال الدین بهزاد د صنایعو مسلکي انسټيټيوټ کارونه هم نندارې ته وړاندې شول.
دهرات ولايت سيمه ئيزو مقاماتو ددغه پروګرام په افتتاحیه مراسمو کې دخپلو خبرو په ترڅ کې دفرهنګي پوهانو او ليکوالانو په ملاتړ ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه چې دوى ته به دپرمختګ لپاره مناسب شرايط برابر کړي .
په دې خپرونه کې شاوخوا ۱۵۰ آثار نندارې ته وړاندې شوي چې د بهزاد انسټیټیوټ آثار هم په نوموړو آثارو کې شامل دي.