په نیمروز ولایت کې د مجاهدینو لپاره د تعلیمي دورې پیل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۱:۱۱
TVETA

د نیمروز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت چارواکي په دغه ولایت کې د مجاهدینو لپاره د لومړنۍ تعلیمي دورې د پیل خبر ورکوي.

د نوموړو په وینا، دغه پروګرام د یاد ولایت د ادارې او حسابدارۍ په انسټيټوټ کې پیل شوی او د پرانیستې په مراسمو کې د سیمې یو شمېر چارواکو او مشرانو هم حضور درلود.

په ورته وخت کې د نیمروز ولایت د ادارې او حسابدارۍ د انسټيټوټ آمر ښاغلی محمد رسول مستعد وویل چې ۱۳۰ تنه  د انسټيټوت په دوره او ۷۰ تنه نور د لیسې په دوره کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې شامل شوي دي. او دوی ته د ادارې او مدیریت پروګرام تدریس کیږي.

نوموړي په دغه پروګرام کې له ګډون کوونکو مجاهدینو څخه وغوښتل چې د اصولو او قوانینو په رڼا کې په ټولګي کې حضور ولري او د رامنځته شوي فرصت څخه زیاته ګټه پورته کړي.

دا پروګرام په داسې حال کې په نیمروز ولایت کې پیل شوی چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ګڼو مرکزونو کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت د روزنې لړۍ دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS