په ننګرهار ولایت کې د محبوسینو لپاره د حرفوي زده کړو د پروګرام پیل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۰:۳۳

د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او زندانونو چارو ریاست مسؤلینو په ننګرهار ولایت کې د یوې ناستې په ترڅ کې سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.

د دې ناستې موخه په ننګرهار ولایت کې د محبوسینو لپاره د لنډ محاله‌حرفوي زده کړو پروګرامونو د ترسره کیدو څرنګوالی ویل شوی دی.

د ننګرهار ولایت د زندانونو چارو رئیس قاري صبغت الله خاکسار د محبوسینو لپاره د حرفوي زده کړو زمینې په برابرولو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه قدرداني وکړه.

ښاغلي قاري خاکسار زیاته کړه چې د ننګرهار زندانونو چارو ریاست چمتو دی ترڅو په ننګرهار ولایت کې د محبوسینو لپاره د روزنیز پروګرام په پلي کولو کې همکاري وکړي.

دغه‌راز د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلین وايي چې، محبوسینو ته د حرفوي زده کړو پروګرامونو د ترسره کولو څخه موخه ټولنه کې د هغوی بیاځلي ادغام کیدل دي ترڅو دوی وکولی شي د کار بازار کې دندې ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې، د ننګرهار ولایت محبوسین هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له دې اقدام څخه قدرداني څرګنده کړه او له مقاماتو یې وغوښتل چې د نوموړو لپاره یاد پروګرامونه دوام ومومي.

د یادونې وړ ده چې دا ښوونیز پروګرامونه به د موټرسایکل رغونې او سولر سیسټم په څانګو کې ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۰
Background image

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو لپاره د (SWOT) ارزونې په اړه روزنیز سیمینار

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ختیځ زون ریاست په ننګرهار ولایت کې د (SWOT) ارزونې تر نامه لاندې سیمینار جوړ کړ. دا سیمینار د یوې ورځې لپاره جوړ شوی وه چې په کې د تخنیکي او مسلکي زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۱۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له حرفوي پروګرامونو څخه له ۷۰ زیات کسان فارغ شول

د ختیځ زون مسؤلین وايي چې ۷۴ تنو زده‌کوونکو په ختیځو ولایتونو کې له حرفوي زده‌کړو پروګرام څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي. دا حرفوي پروګرام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لخوا او د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۱:۳
Background image

معلولین ټولې هغه لازمې وړتیاوې او مهارتونه لري چې خلکو ته د خدمت لپاره اړین دي؛

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي غونډه د نه‌اورېدونکو او روښان زړو مسلکي انسټیټیوټونو یو شمیر محصلینو او د دغې ادارې د ټولو کارکوونکو په ګډون ترسره شوه. د دې غونډې په پیل کې، د نه. . .

BACK TO NEWS