میخانیکي انسټیټوټ د ښوونکي نړیواله ورځ ونمانځل
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې میخانیکي انسټیټوټ د ښوونکي د نړیوالې ورځې په مناسبت دغه ورځ ونمانځله.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئيس مفتي سيد احسان الله قاسمي د ښوونکي د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې د وينا پر مهال د اسلام په تاريخ کې د معلم مقام ډېر مهم وباله.
نوموړي دغه راز د هېواد د ځوان نسل د ښوونې او روزنې په برخه کې د استادانو هڅې وستايلې او ويې ويل، پرمختګ د ښوونکو او استادانو د هڅو پايله ده.
ښاغلي قاسمي د زده کړو پر ارزښت هم ټینګار وکړ او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د علم د ودې او پرمختګ لپاره لا زیات کار وکړي.