مالي او اداري چارو مرستیال له کندز والي سره د تخنیکي او مسلکي مرکزونو د ملکیتونو په اړوند خبرې اتري وکړي

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۹ - ۱۰:۱۳
 مالي او اداري چارو مرستيال

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل د کندوز له والي ملا نثار احمد نصرت سره وکتل او د یاد ولايت د تخنيکي او مسلکي مرکزونو د ملکيتونو پر ستونزو يې خبرې وکړې.

 ښاغلي فاضل وویل چې د کندز د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو ځینې ملکیتونه د نورو ادارو له خوا تصاحب شوي دي.

نوموړي د يادو املاکو په پېژندنه او تثبيت کې د کندوز له والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونه خپلو ملکيتونو ته اړتيا لري. د ښاغلي فاضل په وینا، د کندز په یو شمېر ولسوالیو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه درسي خونې نه لري.

دکندز والي ډاډ ورکړ چې په یاد ولايت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د شتون ستونزه به له نورو رياستونو سره په هوکړه حل کړي .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۲۲
Background image

د نیمروز ولایت په محبس کې د سولر سیسټم لنډ مهاله ښوونیز کورس پېل شو

د نیمروز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د سولر سیسټم درې میاشتنی ښوونیز کورس د همدې ولایت په محبس کې پېل شو. د سولر سیستم په پرانیست غونډه کې د نیمروز ولايت مرستيال، الحاج. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۱۰:۱۹
Background image

د برښنا په اړه د لغمان ولایت د مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټيټوټ د محصلینو د عملی زده کړو بهیر

د لغمان ولایت د مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټيټوټ د برښنا څانګې محصلینو ته د برښنا په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د درس په ترڅ کې محصلینو ته د بریښنا او سویچ (برقی مبدل). . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۴:۵۱
Background image

د تخار ولایت د ځانګړو زده کړو لېسې د لنډ مهاله حرفوي کورسونو له تدریسي بهیر څخه لیدنه وشوه

د تخار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسوولینو د یاد ولایت اړوند د ځانګړو زده کړو لیسې د لنډ مهاله حرفوي کورسونو له تدریسي بهیر څخه لیدنه وکړه. په دې ليدنه کې د موبايل ترمیم لنډ. . .

BACK TO NEWS