مالي او اداري چارو مرستیال د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل د اوبو او انرژۍ، نابینایانو او تجارت انسټیټونو د کار لاندې ترمیماتي پروژو څخه لیدنه وکړه.
په دغه پروژو کې د لیلیو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ودانیو ترمیم شامل دي.
ښاغلي فاضل د یادو پروژو د لیدنې پر مهال مسئولینو ته د هغې د روڼتیا او ښه تطبیق په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
دا مهال د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د بیارغونې ۲۴ پروژې تر کار لاندې دي او د یادو پروژو په بشپړیدو سره به د یادو مرکزونو د ستونزو لویه برخه حل شي.