د کاپیسا ولایت اړوند «معاون انجینری» انسټیټوټ محصلینو د یاد ولایت له برښنايی تأسیساتو څخه لیدنه وکړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۵:۳۷

علمي سفرونه د نظري زده کړو او د کاري او صنعتي چاپیریال واقعیتونو ترمنځ د نښلولو لپاره له خورا اغیزمنو لارو څخه ګنل کېږي. په ښوونیزو چاپیریالونو، په ځانګړي توګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې، عملي زده کړې د محصلینو د مهارتونو په لوړولو او د کار بازار لپاره د هغوی په چمتو کولو کې کلیدي رول لوبوي.

په همدې اساس، د کاپیسا ولایت اړوند «معاون انجینری» انسټیټوټ د برق څانګې محصلینو د یاد ولایت د برښنا ریاست اړوند تأسیساتو څخه د لیدنې په ترڅ کې د برق او د برق د لوړو ولتاژونو په اړه روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد د دې علمي سفر په ترڅ کې، محصلینو ته د برق ولتاژ، سب استیشن او د سب استیشن د کارکرد په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې هم ځوابونه ورکړل.

د عملي روزنو زده کړه محصلینو سره مرسته کوي چې هغوی مطالب په ژوره توګه او علمي مفاهیم په ډیر کاربردي او عملي ډول درک کړي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS