د کانونو او صنایعو خونې اجرائیه ریاست سرپرست: د صنايعو او کانونو خونې يوازينۍ غوښتنه د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه د مسلکي ځواک روزل دي

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۴:۵۸
معاون تخنیکی و مسلکی

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس د صنایعو او کانونو خونې له اجرائیه ریاست سرپرست میرباز شهیدزي سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې يو شمېر رئيسانو او د صنايعو او کانونو خونې د تخنيکي ټيم په ګډون جوړه شوې وه، د دواړو لورو ترمنځ د همکاريو څرنګوالي په هکله خبرې وشوې.

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال په پیل کې د دغې ادارې په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سل کلنې مخینې په درلودلو سره، دا مهال په ټول هېواد کې تر ٣٨٠ ډېر ښوونيز مرکزونه لري.

ښاغلي احساس وویل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې بېلابېلې څانګې تدریسېږي.

نوموړي زیاته کړه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د کار بازار له اړتیا سره سم د نویو څانګو رامنځته کولو باندې کار روان دی.

هغه وويل، چې په جرمني کې له يو شمېر افغان متخصصينو سره هوکړې شوی په پام کې ده چې له جرمني هېواد څخه افغانستان ته يو شمېر نوي څانګې راوړي.

ښاغلي احساس همدارنګه وویل، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښتګرو ملاتړ په موخه یې د نوښت مرکز جوړ کړی او په دې مرکز کې پرهغه پروژو چې خلک ورته اړتیا لري کار کېږي.

نوموړي دغه راز د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له بېلابېلو ادارو سره خبرې اترې کړې او د هغوى نظرونه يې اورېدلي دي.

نوموړي وويل، اړینه ده چې کانونو او صنايعو خونه خپل وړانديزونه او نظرونه ورسره شريک کړي.

په دوام کې د کانونو او صنايعو خونې اجرائيه ریاست سرپرست وويل، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه د صنايعو او کانونو د سکټور يوازينۍ غوښتنه د مسلکي ځواک روزل دي.

ښاغلي شهیدزي وویل چې د صنایعو او کانونو د ماشینونو برخه لا هم په بهرنیو کارکوونکو متکي دی.

نوموړي زياته کړه، د صنايعو او کانونو خونه او د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره دې له يو بل سره همکاري او همغږۍ په پایله کې کولای شي څو د مسلکي ځواک د کمښت ستونزه هواره کړي.

ښاغلي شهیدزي د صنایعو او کانونو خونې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

د يادونې وړ ده چې د صنايعو او کانونو خونې فني پلاوي د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې د يو شمېر انسټیټونو له ورکشاپونو څخه ليدنه وکړه او د يادو انسټیټونو تجهيزات يې وڅېړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د عملي زده‌کړو پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو ته د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د زمینې برابرولو په موخه له افغان تیلي کام مخابراتي شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د زابل ولایت د ارغنداب کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو ستونزه حل شوه

د زده‌کړو د بهیر ښه‌والي او زده‌کوونکو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو کمښت ستونزه د زابل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو. . .

BACK TO NEWS