د کابل د ساختماني او جیوډیزي انسټیټوټ نوی آمر معرفي شو
مولوي شمس الرحمن اميني د کابل ښار د ساختماني او جيوډیزی انسټیټوټ د آمر په صفت وګمارل شو او په کار يې پيل وکړ.
ښاغلی امیني په بېلابېلو ادارو کې کاري تجربه لري.
نوموړي د معرفۍ په مراسمو کې وویل، چې د خپلو مسوولیتونو د پرمخ بیولو او هېواد ته د خدمت په برخه کې به له هیڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.