د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۹:۱۰
TVETA

د میدان وردګو ولایت اړوند د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ د انجینري څانګې محصلینو ته د یاد ولایت سیداباد ولسوالۍ ته د یوه علمي سفر په ترڅ کې د ساختماني چارو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې نوموړو ته د ساختمان د قالب بندۍ، لیول کاري او د ساختمان پر دیوالونو د کاک د کارولو په اړه هم په مفصله توګه توضیحات ورکړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته د کار بازار ته په مستقیم ډول جذبیږي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته د دې ادارې د بېلابېلو ریاستونو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د غونډې په پیل کې د اکاډمیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۲۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د اوسپنې ویلې کولو فابریکو اتحادیې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست او د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو فابریکو د اتحادیې مسؤلینو په یوه ناسته کې سره ولیدل او نظرونه شریک کړل. د دې ناستې موخه د دواړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

BACK TO NEWS