د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ رئیس په کابل کې د آزاد اسلامي پوهنتون له رئیس سره وکتل
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتيژيکې همغږۍ رئيس مولوي نېک محمد نېکمل په کابل کې د ايران آزاد اسلامي پوهنتون له رئيس ډاکټر علي صادقي سره وکتل.
د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو تمرکز د ښوونیزو او روزنیزو تجربو تبادله وه.
ښاغلي نیکمل د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو استادانو د ظرفیت لوړولو او افغانستان د کار بازار تحلیل په برخه کې د ایران آزاد اسلامي پوهنتون د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ایران آزاد اسلامي پوهنتون رئيس د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د دغه نهاد د همکارۍ ډاډ ورکړ.