د پلان او استراتیژیکو همغږیو ریاست د «مرسي کورپ» موسسې له مسوولینو سره ناسته وکړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۴:۳۹
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د پلان او ستراتیژیکو همغږیو ریاست مسوولینو د «مرسي کورپ» موسسې له استازو سره د یوې ناستې په ترڅ کې وکتل.

په یادې لیدنه کې دواړو لورو په هېواد کې د حرفوي پروګرامونو د جوړولو په برخه کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړې.

همداراز د «مرسي کورپ» موسسه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د تفاهم لیک پر بنسټ په کابل، هرات او پروان ولایتونو کې د حرفوي زده کړو په برخه کې د پانګونې ژمنه هم وکړه.

دغونډې په پای کې دواړو لورو د ګډې تفاهم لیک موادو د چمتو کولو او نهايي کولو په میکانیزم باندې موافقه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکو ته د روپاني مؤسسې له لوري د کارآفرینۍ پلاټفورم ور وپېژندل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست، د روپاني مؤسسې په همکارۍ، د «کارآفرینۍ پلاټفورم پېژندنې» تر سرلیک لاندې یو روزنیز پروګرام جوړ کړ. په دې پروګرام کې ګډونوالو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې اصلاحي ناسته تر سره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري یوه اصلاحي او ښوونیزه ناسته د دې ادارې د یو شمېر مسؤولینو او کارکوونکو په ګډون ترسره شوه. په دې ناسته کې محترم مفتي امرالله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د کار نړیوال سازمان او یوناما له پلاوي سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د کار نړیوال سازمان (ILO) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له. . .

BACK TO NEWS