د پروان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د محصلینو له لوري د عملي روزنو د زده کړې لړۍ

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۲۷

د پروان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د شبکې د بنسټيزو تجهیزاتو په اړه روزنه ترلاسه کړه.

پدې جلسه کې، لارښود استاد محصلینو ته د " شبکې د بنسټيزو تجهیزاتو او مفاهیمو" موضوع په علمي او عملي ډول تشریح کړه، او همداراز د نوموړو پوښتنو او سوالونو ته یې هم هراړخیز ځوابونه وړاندې کړل.

دا فعالیتونه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره تړلي په ښوونیزو مرکزونو کې د زده کړو یوه برخه ده، چې د محصلینو د عملي مهارتونو د پیاوړتیا او د کار بازار ته د ننوتلو لپاره د هغوی د چمتو کولو په پار ترسره کیږي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبری تل د عملي زده کړو پر اهمیت ټینګار کوي او هڅه کوي چې د اړینو اسانتیاوو په برابرولو سره محصلینو ته د اغیزمنو زده کړو زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS