د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر د دې ولایت د اقتصاد له رئیس سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۳

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمر، الحاج مولوي عبدالله درخواستي، د یاد ولایت د اقتصاد له رئیس، مولوي مجیب‌الرحمن سره لیدنه او خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د ظرفیت لوړونې، د ښوونیزو پروګرامونو د پراختیا، له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې، د همکارو بنسټونو د ملاتړ د جلب او د پراختیایي پروګرامونو د پلي کولو لپاره د لا زیاتې همغږۍ په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

الحاج مولوي عبدالله درخواستي د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د پروګرامونو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په تشریح کولو سره د ځوانانو د تخنیکي او مسلکي مهارتونو د ودې، د متخصصو کادرونو د روزنې او د بشري سرچینو د پراختیا په برخه کې د بېلابېلو ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

ورپسې د پروان ولایت د اقتصاد رئیس، مولوي مجیب‌الرحمن، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د فعالیتونو او پروګرامونو ستاینه وکړه. نوموړي د اقتصاد ریاست بشپړ چمتووالی څرګند کړ چې د هر اړخیزې همکارۍ، د پراختیایي پروګرامونو د پلي کېدو د همغږۍ او د ښوونیزو او تخنیکي نوښتونو د ملاتړ په برخه کې به همکاري وکړي.

په دې ناسته کې نور اړوند موضوعات هم مطرح شول او دواړو لورو د همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره د ورته لیدنو پر دوام ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه. د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د آغاخان بنسټ له پلاوي سره ولیدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې ناسته کې د آغاخان بنسټ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

BACK TO NEWS