د هېواد په څلورو ولایتونو کې د ځانګړو زده کړو مرکزونه جوړیږي
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه د نه اورېدلو معلولیت لرونکو کسانو په ملاتړ د هېواد په څلورو ولایتونو: تخار، جوزجان، فاریاب او هلمند کې د ځانګرو زده کړو مرکزونو د منظور کېدلو حکم لاسلیک کړ.
د مسؤلینو په وینا د ځانګړو زده کړو مرکزونو جوړولو موخه په یادو ولایتونو کې د نه اورېدونکو او لیدونکو معلولینو ملاتړ دی.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره همدا مهال په هېواد کې ټول ټال ۳۷۱ د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه فعالیت لري، چې له دغه ډلې ۱۶ مرکزونه د ځانګړې زده کړې وړاندې کوي چې نه لیدونکي او نه اورېدونکي قشرونه تر پوښښ لاندې نیسي.