د ننګرهار ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ وضعیت وڅېړل شو
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلاوي له لوري د ننګرهار ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ وضعیت وڅېړل شو.
دغه پلاوي د یاد انسټیټوټ ټول اسناد وڅېړل، د چارو د سمون په موخه یې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
همدا اوس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوی د مالي او اداري چارو د مرستیال په ریاست په ننګرهار ولایت کې دی.
د غه پلاوي مخکې د پروان او کاپيسا ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه هم څېړلي دي.