د نرخ په کثیرالرشتوي انستيتوت کې لنډ مهاله حرفوي پروګرام پيل شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۹ - ۱۵:۲۹
TVETA

د میدان وردګو ولایت د نرخ والسوالۍ اړوند کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې د موټرسایکل ترمیم لنډ محاله حرفوي پروګرام پیل شو.

د ددې پروګرام په پیل کې د نرخ کثیرالرشتوي انسټيټوټ آمر ښاغلي امان الله عمرخیل د یاد پروګرام ګډون کوونکو ته د نوموړي پروګرام په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د د زده کوونکو د عملي زده کړو لپاره وسایل او امکانات برابر شوي دي تر څو زده کوونکي خپل عملي درسونه په سمه توګه ترلاسه کړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغین په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

BACK TO NEWS