د میربچه کوټ کرنې مسلکي لېسې د محصلینو فراغت غونډه ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۰:۳۱
TVETA

د کابل ولایت د میربچه کوټ ولسوالۍ کرنې مسلکي لېسې د محصلینو فراغت غونډه ترسره شوه.

په دې مراسمو کې محلي مقاماتو، د محصلینو والدینو او ځوانانو هم برخه حضور درلود.

ويناوالو په دې مراسمو کې وويل، ځوانان د ټولنې په پرمختګ کې اساسي رول لوبوي او بايد د هېواد د پرمختګ لپاره لا زيات کار وکړي.

دغه راز په دې مراسمو کې دکابل ولايت دتخنيکي او مسلکي زده کړو آمر استاد رفيع الله حبيبي دتخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د بيلابيلو څانګو په باب معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې یاده اداره دافغانستان په پرمختګ او پرمختيا کې مهم رول لري .

د غونډې نورو ويناوالو هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو پر ارزښت ټينګار وکړ او غونډه فارغ شويو ځوانانو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS