د مالي او اداري چارو مرستیال پروان ولایت ته سفر وکړ

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۴:۵۱
tveta

ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال د دغه ادارې د یو پلاوي په رأس کې پروان ولایت ته سفر وکړ.

نوموړي به دغه سفر کې د پروان ولایت د تخنیکي آمریت وضعیت وڅېړه، د املاکو او مالي چارو څخه یې لیدنه وکړه، همدارنګه د دغه ولایت  د ارشاد او دعوت کړنې یې وستایلې.

د مالي او اداري چارو مرستیال د چارو د سمون په هکله مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې.

په پلان کې ده چې دغه پلاوی نورو ولایتونو ته لکه کاپیسا، لغمان او ننګرهار ته هم سفر وکړي.

له دې وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د نورو ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه څېړلي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په میدان وردګو ولایت کې د ښځینه محبوسینو لپاره لنډ مهاله حرفوي پروګرام پیل شو

د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د یاد ولایت د محبس مسوولینو په همکارۍ ښځینه محبوسینو ته د لاسي صنایعو لنډ مهاله روزنیزحرفوي پروګرام پیل کړ. د دغه پروګرام د پرانېستې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۵:۲۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او خصوصي سکتور ترمنځ د همغږۍ دویم کنفرانس جوړ شو

له خصوصي سکتور سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د همغږۍ او مشارکت دوهم کنفرانس په انټر کانټیننټل هوټل کې جوړ شو. یاد پروګرام به دوه ورځې دوام وکړي او په دې پروګرام کې به ګډونوال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۱۰:۸
Background image

د بزګرانو لپاره د کرنیزو ادویه جاتو جوړول

د تخار ولایت اړوند د تخنيکي او مسلکي انسټيټوټ استادانو د یو اقدام په ترڅ کې د تخار ولايت بزګرانو لپاره کرنیز ادویه جات توزیع کړل. په یادو ادویه جاتو کې "د ژمي تېل«غوړي» او بوردو میکسچر". . .

BACK TO NEWS