د لنډ مهاله حرفوي کورسونو د زده کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۵ - ۱۵:۳۷
محفل فراغت

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لنډ مهاله حرفوي کورسونو څخه نږدې سلو تنو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

 دوی ته په عملي او نظري ډول د موبایل ترمیم او خیاطۍ په برخه کې د دریو میاشتو په موده کې زده کړي ترلاسه کړې دي.

 دغه مراسم نن د کابل ښار ١٣مې ناحيې کثيرالرشتوي انسټیتوټ کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو  د سمون ریاست مسوولينو په حضور کې ترسره شول.

د دغه ادارې د حرفوي کورسونو د سمون آمر رحمت الله مسجدي په دغه پروګرام کې وويل: په اوسنيو شرايطو کې د حرفوي پروګرامونو جوړول د افغانستان د خلکو يوه اړتیا ده، ځکه دغه پروګرامونه د اقتصادي څان بسیاینې لپاره ډېر مهم دي.

اوس مهال تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره په يو شمېر ښوونيزو مرکزونو کې لنډ مهاله حرفوي پروګرامونه دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۰:۲۲
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو ته د «ای سي اېم» عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د موټرو د ای سي اېم (ACM) سیستم په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه د اړوندې څانګې استاد تر څارنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۵
Background image

د ودانۍ د پلان جوړولو په اړه زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي لیسې ساختماني څانګې زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د یوې ودانۍ لپاره پلان جوړول په عملي توګه زده کړل. د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ لخوا د منرالي خښتو جوړول

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکي د اړوندې څانګې د استاد په همکارۍ او مشوره د منرالي خښتو جوړول زده کړل. لارښود استاد په دې درسي جلسه کې نوموړو ته د منرالي خښتو د. . .

BACK TO NEWS