د لغمان ولایت مرکز اړوند تخنیکي لېسې د زده کوونکو لخوا د عملي روزنو د زده کړې بهیر

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۰:۳۴
TVETA

د لغمان ولایت د مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لېسې د بریښنا څانګې یوولسم ټولګي زده کونکو د بریښنا په اړه په عملي ډول روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې، نوموړو ته د برقي میټر د نصبولو، د میټر ډولونو او د میټرونو د داخلي جوړښت په اړه مفصل توضیحات ورکړل.

د درس په دوام کې، زده کونکو خپلې پوښتنې او سوالونه هم شریک کړل، او همدارنګه د استاد لخوا د نوموړو پوښتنو ته ځوابونه هم وړاندې شول.

برېښنا د بشر یو له مهمو اختراعاتو او په عصري نړۍ کې د پرمختګ لپاره یو له اصلي زیربناوو څخه ګڼل کېږي. دا د انرژۍ سرچینه د انسانانو په ورځني ژوند، صنعتونو او ټیکنالوژیکي پرمختګ کې حیاتي رول لوبوي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده، څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار کې جذب کیږي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي ترڅو د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي درسونو زده کړو لړۍ لا پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS